Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت: سلګونه بېلابېل نظامي وسایط ترمیم او فعال شوي

 کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وايي، ۳۰۰ بېلابېل نظامي وسایط یې چې تخریب شوي او د استفادې وړ نه وو، بېرته ترمیم کړي دي.

ملي دفاع وزارت نن (جمعه، د وري ۴مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، یاد وسایط د البدر قول‌اردو ابودجانه لوا تخنیکي ټيم له خوا ترمیم شوي دي.

سرچینه لیکي چې په ترمیم شوو وسایطو کې ۱۵۰ انټرنشنل کاماز، ۱۲۵ هاموی، ۲ ضربتي ټانکونه، ۴ ټیلري موټر، ۱۰ پورکلیف او ۱۵ امبولانسونه شامل دي.

د یادونې ده، سلګونه نور نقلیه وسایط هم د دفاع وزارت د نجنیري او تخنیکي ټیمونو په هڅو بېرته ترمیم شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.