Language

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک نن (شنبه، د وري ۵مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي چې سبا (یک‌شنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو چې په شرایطو برابر دي، غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

login or register a new account.