منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک نن (شنبه، د وري ۵مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي چې سبا (یک‌شنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو چې په شرایطو برابر دي، غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د یاد بانک په وینا، د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد