ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: نړۍواله ټولنه دې افغانستان کې د بشري حقونو تامین په موخه له سرپرست حکومت سره تعامل ښه کړي

عمران خان: نړۍواله ټولنه دې افغانستان کې د بشري حقونو تامین په موخه له سرپرست حکومت سره تعامل ښه کړي

author avatar
25 Mar 2023 - 02:23
عمران خان: نړۍواله ټولنه دې افغانستان کې د بشري حقونو تامین په موخه له سرپرست حکومت سره تعامل ښه کړي
author avatar
25 Mar 2023 - 02:23

اټلانټا (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ویلي، که نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو تامینېدل غواړي نو له اسلامي امارت سره دې تعامل ښه کړي.

د بي‌بي‌سي پښتو څانګې د خبر له مخې، عمران خان -چې د اپوزیسیون او تحریک انصاف ګوند مشر هم دی- دا څرګندونې له بریتانوي «۴ نیوز» ټلویزون سره د مرکې پر مهال کړې دي.

هغه په ټینګار سره ویلي: «د افغانانو دا نه خوښېږي چې بل څوک دې ورته د څه کولو او یا ویلو ووایي.»

د ټلویزون ویاند د مرکې پر مهال له عمران خان پوښتنه وکړه: «په افغانستان کې د کېدونکو ډېرو پېښو اغېز پر پاکستان پرېوزي، نو ایا ته افغان طالبانو ته وایې چې نجونې ښوونځيو ته پرېږدي؟»

خو عمران خان یې په ځواب کې له واضح دریځ یا غندلو انکار وکړ او ویې ویل: «زه افغانان ډېر پېژنم، لږ تر لږه له لوېدیځه یې ډېر ښه پېژنم، د دوی دا نه خوښېږي چې څوک ورته د څه کولو یا ویلو ووايي.»

هغه زیاته کړه، که لوېدیځ هېوادونه د افغانستان پر اوسني حکومت اغېز راوستل غواړي، نو ورسره دې په اړیکو کې اووسي او تعامل دې ورسره وکړي.

د هغه په ټکو: «که طالبان ګوښه کړئ نو ستاسې اغېز به پرې څه وي.»

عمران خان چې د ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د پاکستان لومړی وزیر و، هغه مهال یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه‌لیک برابرولو کې رول لوباوه.

نوموړي د اسلامي امارت له خوا پر نجونو د لګېدلو بندیزونو غندنې څخه د انکار ترڅنګ په دې مرکه کې ویلي: «دا وخت طالبان ګوښه شوي، د دوی پیسې کنګل شوې، نو دوی د چا خبره ولې واوري.»

عمران خان نړۍ ته سپارښتنه کړې چې له اسلامي امارت سره تعامل ډېر کړي چې د ده په وینا، بیا به د دوی خبره ومني.

Views: 683

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.