Language

د غزني په ځینو ولسوالیو کې د واورې اورېدو له امله لارې تړل شوې

غزني ښار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): په داسې حال کې چې ژمی پای ته رسېدلی او پسرلی پیل شوی، خو د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې واوره اورېدلې چې له ځینو ولسوالیو مرکز ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.

د غزني د ټولګټو چارو رییس مولوي محب‌الله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې واوره اورېدلې چې د ځینو ولسوالیو لارې یې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

هغه زیاته کړه، قره‌باغ، اب‌بند، مقر، ګیلان، جاغوري، مالستان، اجرستان، ناور، جغتو، واغظ او خوګیاڼي هغه ولسوالۍ دي چې تازه پکې واوره اورېدلې ده.

نوموړی وايي، په یادو ځینو ولسوالیو کې ۴۰ او په ځینو کې ۶۰ سانتي متره واوره اورېدلې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

login or register a new account.