غزني ښار (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): په داسې حال کې چې ژمی پای ته رسېدلی او پسرلی پیل شوی، خو د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې واوره اورېدلې چې له ځینو ولسوالیو مرکز ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.
د غزني د ټولګټو چارو رییس مولوي محبالله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې واوره اورېدلې چې د ځینو ولسوالیو لارې یې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
هغه زیاته کړه، قرهباغ، اببند، مقر، ګیلان، جاغوري، مالستان، اجرستان، ناور، جغتو، واغظ او خوګیاڼي هغه ولسوالۍ دي چې تازه پکې واوره اورېدلې ده.
نوموړی وايي، په یادو ځینو ولسوالیو کې ۴۰ او په ځینو کې ۶۰ سانتي متره واوره اورېدلې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د عباس په خبره، د یادو ولسوالیو له ډلې د جغتو، ناور او مالستان ولسوالۍ لارې د واورې د ډېر اورښت له امله له غزني ښار سره تړل شوې چې د اړوند ریاست له لوري يې د پرانیستلو چارې روانې دي.
هغه خبر ورکړ چې د خلکو په مرسته به دغه لارې نن پرانیستل شي.
په غزني کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمدعمر حقاني پژواک ته وویل، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د دغه ولایت ټولې ۱۸ ولسوالۍ د شدیدو بارانوانو او واورې اورېدو شاهدې وې.
هغه زیاته کړه: «په هغو ولسوالیو کې چې اورښتونه شوي سېلابونه راوتلي، په هغو کې چې واوره شوې هلته لارې تړل شوې، خو تر اوسه د اورښتونو، سېلابونو او واورې له امله د اوښتو زیانونو په اړه موږ ته معلومات نه دي رسېدلي.»
دغهراز د غزني د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالمنان اکرام پژواک ته وویل، په اوسني موسم کې چې پسرلی پیل شوی، د واورې بېوخته ورېدل کښتونو او باغونو ته زیانونه اړوي.
هغه زیاته کړه: «هغه سیمې چې نسبتاً ګرمې او هوارې دي لکه واغظ، قرهباغ، اب بند، مقر او ګیلان او د مېوو ونو یې ګل کړی وي، واوره زیان ور اړوي؛ خو هغه سیمې چې یخې دي لکه خوګیاڼي، جغتو، ناور، مالستان او جاغوري او تر اوسه یې د مېوو ونو ګل نه وي کړی، واوره ګټه ورته کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د یادو ولسوالیو اوسېدونکي بیا اندېښمن دي چې ښايي د کال خوارۍ یې عبث شي.
د واغظ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ګلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، په ژوند کې یې په دغه موسم کې واوره نه وه لیدلې، خو سږ کال د پسرلي په موسم کې پرېمانه واوره وشوه.
هغه وايي، په سیمه کې یې کښتونه د غوړېدو په حال کې وو چې واورې ټول لاندې کړل.
په غزني کې له ډېرو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې په پسرلي موسم کې واوره اوري چې خلک یې حیران کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










