کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی او خلک دې دغو سیمو ته له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (شنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د ۱۴۰۲ کال د وري میاشتې له ۶مې (یکشنبې) څخه تر ۷مې (دوشنبې) پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP