کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی او خلک دې دغو سیمو ته له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (شنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د ۱۴۰۲ کال د وري میاشتې له ۶مې (یکشنبې) څخه تر ۷مې (دوشنبې) پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي، د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو، د هېواد د هواپېژندنې ادارې او بهرنیو هواپېژندنې او څېړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې، د هېواد په ځينو سیمو کې د ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل شوی چې د دغو ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل په (پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.
سرچینه زیاتوي، په یادو نېټو کې د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، اروزګان، ترینکوټ، ارغنداب، لوګر، میدان وردګ، کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غوربند، پنجشېر، کونړ او لغمان سیندونو پر لارو او ځینو سیلبرونو کې د سېلابونو او اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی دی.
سرچینه کاږي: «په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د یادو سیندونو په غاړو کې مېشت دي، هیله کېږي چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي، خبر کړي څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.»
وړمه ورځ د هواپېژندنې ادارې ویلي و چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو احتمال شته.
سرچینې دغه ولایتونه نورستان، كنړ، لغمان، ننګرهار، كاپيسا، پنجشېر، پروان، بغلان، كابل، لوګر، پكتيا، پكتيكا، خوست، زابل، غزني، ميدان وردګ، باميان، دايكنډي، اروزګان او غور ښودلي وو.
د یادونې ده، پرون د بلخ په زارع ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو سلګونه کورونه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










