کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۲): زلمي خلیلزاد، په بلخ کې د داعش د درېیو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې وایي، اسلامي امارت د دوحې په هوکړه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې ژمنه کړې او د دغې ډلې د مشرانو له منځه وړل د دې ژمنې عملي کول په ګوته کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالتونه او اسلامي امارت باید د دوحې هوکړهلیک عملي کولو لپاره همکاري زیاته کړي؛ ځکه چې د هغه په وینا، دا د افغانستان او امریکا په ګټه ده.
د سرپرست حکومت دا ستخباراتو لوی ریاست وایي چې په بلخ ولایت کې څه موده مخکې په ترسره شوو عملیاتو کې د داعش ډلې خراسان څانګې مهم مسوولین وژل شوي دي.
د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، د تېرې کب میاشتې په ۲۷مه د بلخ مرکز مزارشریف ښار په درېیو سیمو کې د داعش پر ضد عملیاتو کې د دغې ډلې د خراسان څانګې د بلخ ولایت والي مولوي ضياءالدين، د خراسان څانګې د شورا غړی او د پاکستان اوسېدونکی ابوعمر افريدی او د نظامي تمریناتو او بمجوړونې ماهر استاد سلمان تاجکستانی وژل شوي دي.
د سرپرست حکومت چارواکو د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې په فارياب ولايت کې هم د عملیاتو په ترڅ کې د داعش د هغه ګروپ ټول غړي نيول شوي چې د بلخ ولايت پر والي ملا محمد داوود مزمل بريد کې ښکېل وو.
داعش تر اوسه د یادو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 166
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن