کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۲): یو افغان ځوان چې کلونه په نورو هېوادونو کې په غیرقانوني توګه اوسېدلی او اوس يې په کابل کې یو شخصي شرکت جوړ کړی وايي، د هر چا عزت او درناوی په خپله خاوره کې خوندي وي نه په نورو هېوادونو کې.
دغه ځوان چې محمدسلیم سرفرازي نومېږي او د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ د اونخي سیمې اوسېدونکی دی وايي، پردیو هېوادونو ته په قاچاقي توګه ورتګ نه یوازې د مرګ خطر لري، بلکې فرهنګ او ژبه یې هم پردي دي او د کار پیدا کول پکې ستونزمن وي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ایران او ترکيې له لارې ناروې ته ولاړ او هلته يې پنځه کاله تېر کړل، خو نه يې ژبه زده کړای شوه او نه يې ځانته کار پيدا کړ.
نوموړی وايي، اوس يې په هېواد کې د ایزوګام شرکت جوړ کړی او له کاره راضي دی.
هغه وویل: «په ۱۳۷۶ لمریز کال کې له ۱۲م ټولګي فارغ شوم، مور او پلار مې بوډا وو او اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب شو، نو تحصیل ته مې دوام ورنکړ، د ایران او ترکيې له لارې ناروې ته په ډېرو سختو لارو لاړم.»
سرفرازي زیاته کړه، په ناروې کې يې پنځه کاله تېر کړل او بالاخره دې پایلې ته ورسېد چې هېڅ هېواد چاته د خپل هېواد په څېر عزت او درناوی نشي ورکولای او بېرته راستون شو.
هغه زیاته کړه، اوس له ایرانه کابل ته ایزوګام واردوي چې هم يې خپل کار جوړ دی او هم يې څو نورو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هغه بهرنیو هېوادونو ته د قاچاقي لارو د سختیو په اړه وویل: «زموږ لومړی هدف د ایران تهران ښار و چې د قاچاقبر له خوا د افغانستان له نیمروز ولایته د ایران کرمان او ورپسې تهران ته وړل کېدو چې دغه ښار ته نارسیده په یوه کلي کې پولیسو ونیولو، زندان ته واچولو او هلته يې له څو شپو سختو شکنجو او تحقیق وروسته بېرته افغانستان ته واړولو.»
نوموړی وايي، کله چې د ایران پولیسو دوی د افغانستان خاورې ته را واړول، نو له یوې خوا خوشحاله شو او له بلې خوا يې د کورنۍ خراب اقتصادي حالت سترګو ته ودرېد چې که کور ته ولاړ شي نو هټۍوال به ترې خپل پور غواړي.
سرفرازي په داسې حال کې چې اوښکې يې د خپل څادر په پيڅکه پاکې کړې او په چپ لاس يې زېړ راډو ساعت لمر وځلاوه، وویل: «هغه وخت مو اقتصاد سخت خراب و، دا پرېکړه ډېره سخته وه چې زه له نیمروزه بېرته ایران ته په دې سختو لارو لاړ شم او که خپل کور ته لاړ شم، ځکه کور لپاره مې له دوکاندارانو اوړه او نور شیان په پور اخیستي وو او هغوی ته مې ويلي و چې ایران کې مزدوري کوم او اول به تاسو ته پيسې رالېږم او پور به خلاصوم.»
هغه زیاته کړه، د کور اقتصادي وضعیت ته په کتو يې ایران ته د تګ سختي او د مرګ خطر ومنل.
نوموړي وویل، یوځل بیا يې له قاچاقبر سره خبره وکړه او د سختې ګرمۍ، لوږې او تندې په زغملو سره له ۱۵ ورځو مزل وروسته تهران ته ورسېد.
سرفرازي وايي، تهران ته له رسېدو سره سم يې له نورو کلیوالو سره -چې پخوا ایران ته تللي وو او په ژبه پوهېدل- د څاهګانو کېندلو کار کې ځان شریک کړ.
د هغه په وینا، یوه ورځ په څاه کې درې ملګري یې تر خاورو لاندې شول.
سرفرازي وايي، شاوخوا يې ډېرې منډې وکړې خو هیڅ وس يې نه کېده، مجبور شو چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي، له لږ ځنډ وروسته پولیس ورغلل او له څاه يې یو ټپي او دوه مړي را وایستل.
نوموړي زیاته کړه، دوه جسدونه پولیسو له ځانه سره یووړل او ټپي چې ملا يې ماته وه، دوی ته يې وسپاره؛ خو دا چې په دغه هېواد کې ټول خلک روغتيايي بیمه لري او په غیرقانوني توګه ورغلي افغانان د بیمې نه لرلو له امله د درملنې په وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.
هغه وايي: «ټپي مو نږدې روغتون ته ورساوه خو د روغتون مسوولینو د ټپي پېژندپاڼه او د بیمې کتابچه وغوښته، متاسفانه موږ غیرقانوني تللي وو نو هیڅ مو نه لرل، نو له روغتونه يې وایستلو.»
هغه وویل: «هلته مې دا احساس وکړ چې خپل وطنه ګل وطنه، پردی وطن هېڅکله د خپل وطن په شان نشي کېدای.»
نوموړي زیاته کړه، ناروغ یې د امام حسین په نوم یوه بل دولتي روغتون ته ولېږداوه، په ډېرو زاریو یې د روغتون مسوولین قانع کړل چې د دوی ټپي ملګری بستر کړي او درملنه يې وکړي.
هغه وویل: «زموږ د ټپي ملګري د جراحۍ عملیاتو او درملنې څو میلیون تومنه مصرف راغی چې له ناروغ سره دومره پيسې نه وې، نو روغتون دغه مریض کس د پيسو په بدل کې ګرو کړ او موږ ته يې وویل، تر څو چې دا پیسې را نه وړئ دغه کس به دلته بستر وي او د هرې ورځې او هرې شپې پیسې يې اضافه کېږي.»
هغه وايي، وروسته په ایران کې د دوی ځینو نورو کلیوالو -چې هغوی هم د مزدورۍ لپاره په غیرقانوني توګه ایران ته تللي- پيسې راټولې کړې او ناروغ يې له روغتونه وویست.
نوموړي زیاته کړه: «زموږ هغه دوه ملګري چې په څاه کې مړه شوي وو، هغوی د پولیسو له خوا د روغتون یخچال ته سپارل شوي وو؛ کله چې موږ د هغوی د را ایستلوغوښتنه وکړه نو د روغتون مسوولینو وویل چې تاسو به پولیسو ته ورشئ او هغوی ته به د مړو شوو کسانو وارثان حاضروئ، د هغوی پېژندپاڼې او پاسپورټ به کتل کېږي، نو که پولیسو دا تایید کړه چې دغه کسان د مړو وارثان دي بیا موږ دغه جسدونه هغوی ته سپارو او له دې پرته به دغه جسدونه همدلته وي، ترڅو د دوی اصلي وارثان پيدا شي.»
هغه وویل، د یادو جسدونو خپلوان بالاخره اړ شول چې په کابل کې د ایران له سفارته ویزې واخلي او تهران ته لاړ شي، څو خپل مړي ترلاسه او افغانستان ته يې انتقال کړي.
سرفرازي وايي: «له دې پېښې وروسته مې په ایران کې له کار کولو بد راغلل، له خلکو به مې د اروپا کیسې اورېدې چې هلته پيسې دي او ښه ژوند دی، نو زه هم له دې خبرو متاثر شوم، له ایرانه مې په قاچاقي توګه لومړی ځان ترکيې ته او بیا له هغه ځایه د اوبو له لارې په ډېرو سختیو ناروې هېواد ته ورساوه.»
خو هغه وايي، کله چې ناروې ته ورسېد نو هلته ژوند ورته له ایرانه هم سخت شو؛ ځکه په وینا يې، له یوې خوا د دغه هېواد په ژبه نه پوهېده او له بلې خوا د کار موندلو لپاره یې باید په اړونده برخه کې لږ تر لږه ډپیلوم ترلاسه کړی وای.
سرفرازي وویل: «په ناروې کې مې پنځه کاله تېر کړل خو نه مې ژبه زده کړای شوه او نه مې د کار لپاره ډيپلوم ترلاسه کړ؛ نو دا مې غوره وبلله چې هماغه د خپل کلي کور د بېوزلۍ ژوند مې قبول دی او نور له پردیو هېوادونو تېر یم.»
هغه زیاته کړه، له ناروې څخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان په مرسته بېرته افغانستان ته ستون او دلته د یوه کار په لټه کې شو.
د هغه په وینا، څه وخت وروسته يې ورور یو څه پیسې ورکړې، ایران ته په ویزه ولاړ او هلته يې د ایزوګام له یوه ایراني شرکت سره د سوداګرۍ هوکړه وکړه، اوس له هغه راهیسې په کابل کې د ایزوګام کار کوي.
سرفرازي وايي، اوس له خپل کاره راضي دی او نه یوازې ځان ته يې کار برابر کړی، بلکې ورسره څو نور کسان هم پر کار بوخت دي.
نوموړی له هغو ځوانانو چې په قاچاقي توګه نورو هېوادونو ته ځي غواړي: «کوم د کار فرصت چې په افغانستان کې شته او کوم خوند او عزت چې په خپل هېواد کې شته، دا د نړۍ په هېڅ هېواد کې نشته؛ له ټولو ځوانانو غواړم چې د قاچاقبرو په خوږو خبرو ونه غولېږي او په قاچاقي توګه دې هېڅ هېواد ته نه ځي.»
هغه له حکومته هم وغوښتل چې ځوانانو ته دې په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره کړي.
د یادونې وړده چې په هېواد کې څه باندې ۴۰ کلنې جګړې د نورو برخو ترڅنګ پر اقتصاد هم منفي اغېزه کړې ده او د کار بازار خراب شوی دی.
که څه هم اوس په هېواد کې ځينې کارخانې بېرته فعاله شوې او یا نوې جوړې شوې خو بیا هم سلګونه زره هېوادوال په تېره بیا ځوانان د کار لپاره په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ځي چې ډېر وخت ژوند هم له لاسه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP