ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه

سرپل کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه

author avatar
28 Mar 2023 - 10:24
سرپل کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه
author avatar
28 Mar 2023 - 10:24

سرپل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د سرپل امنیتي سرچینې په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو تولید یوې کارخونې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د پولیسو ویاند دین‌محمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې ځواکونو تېره ورځ د کوهستاناتو ولسوالۍ په سنجګي کلي کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

هغه زیاته کړه چې په یاده کارخونه کې یو کس هم نیول شوی او تر نظارت لاندې دی.

نوموړي وویل: «تېره ورځ د سرپل امنیه قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ښیښې نشه‌يي توکو پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه وړې چې پکې ۱۵۰۰ کیلوګرام اومان بوټي چې د ښېښې نشه‌يي توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي هم شامل وو.»

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې واړندې هم د سرپل امنیه قوماندانۍ په صياد ولسوالۍ کې پر ۱۰۰ جریب ځمکه د کرل شوو کوکنارو اړولو خبر ورکړی و.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.