کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): یو شمېر ډاکټران او مسوولین د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او په ځانګړي ډول د طبي زدهکړو څانګو د تړل کېدو دوام ته اندېښمن دي او وايي، دا چاره به په اوږدمهال کې د افغانستان پر طبابت منفي اغېز ولري؛ دوی همداراز د نجونو پر مخ د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي.
هغوی وايي، د اوږدمهال لپاره د ښځینه محصلینو د درسونو بهیر له ځنډېدلو سره به نه یوازې دا چې روغتیايي ټولنه د ښځینه پرسونل له کمښت سره مخ شي، بلکې د محصلینو د پوهې پر کچې هم منفي اغېز کوي.
د یادونې ده، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د اسلامي امارت له واکمنېدو سره، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ منع شوې، خو په دولتي او خصوصي لوړو زدهکړو موسسو کې د نجونو زدهکړې د ۱۴۰۱ کال په لېندۍ میاشت کې تر «دویم امر» پورې وځنډول شوې.
د نجونو پر زدهکړو بندیز د افغانانو او نړۍوالې ټولنې د اندېښنې لامل شوی او په وار وار یې له اسلامي امارته غوښتي څو نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړي.
ډاکټران: په پوهنتونونو کې د زدهکړو ځنډ ټولې برخې په تېره بیا روغتیايي ټولنه ډېره زیانمنوي
په کابل ښار کې د ملالۍ زېږنتون رییسه ډاکټر ملالۍ رحیم فیضي په پوهنتونونو او په ځانګړې توګه طبي څانګو کې د نجونو د زدهکړو ځنډېدو له امله اندېښنه څرګندوي.
هغې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، په پوهنتونونو کې د نجونو پر مخ د زدهکړو بهیر ځنډېدل به په اوږدمهال کې پر روغتیايي برخو منفي اغېز وکړي او د عامې روغتیا وزارت به په راتلونکو کلونو کې د ښځینه روغتیايي پرسونل له کمښت سره مخ شي.
هغې زیاته کړه: «یو کس چې درس وايي نو لومړی دوولس کلونه د ښوونځي دوره بشپړوي، بیا د تخصص دوره چې که وغواړو یو ډاکټر وروزو، باید له ۲۰ تر ۲۵ کلونو موده کې وروزل شي، بالاخره د یو ناروغ درملنه به کوي، هوايي خو نه تربیه کېږي. که زموږ د اناثو طبقه ښوونځي ته لاړې نه شي او درس ونه وايي، لوړې زدهکړې و نه لري، موږ واقعا رسېدنه نه شو کولای.»
نوموړې په دوام کې وايي: «موږ دغه اوسني شته ډاکټران هم په سم ډول رسېدنه نه شو کولی او ستونزمنه ده چې د افغانستان ټول نفوس ته روغتیايي خدمات وړاندې کړو؛ ان په کابل او نورو ولایتونو کې بالاخره د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کېږو.»
ډاکټر فیضي په تعلیمي او تحصیلي موسسو کې د زدهکړو ځنډ له امله رامنځته شوې یوې بلې ننګونې ته اشاره وکړه او ویې ویل، داسې ناروغان لري چې په زدهکړو کې یې د ځنډ له امله له رواني ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، په کابل کې یو ډاکټر چې نه غواړي نوم او د دندې ځای یې په راپور کې ذکر شي، د نجونو د لوړو زدهکړو ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي: «هر کله چې د نجونو په اړه فکر کوم نو ډېر ناهیلی کېږم. تاسو باور وکړئ د یوه ډاکټر په توګه زه ډېر اندېښمن یم چې ولې نجونې له تعلیم او تحصیله لرې پاتې شي.»
هغه هم ډاکټر فیضي ته ورته نظر لري او وایي، د اوږمهال لپاره په پوهنتونونو کې د نجونو درسونو بندېدل به پر طبي ټولنې بده اغېزه وکړي.
هغه وایي: «دا چې څو کاله وروسته د ښځینه روغتیاپالو له کمښت سره مخ کېږو د بحث یو اړخ دی، له بلې خوا د محصلانو د درس یادولو پر کچې هم منفي اغېزې لري؛ ځکه چې د زدهکړو بهیر درېدل د دې لامل کېږي چې هغه زده کړي درسونه یې هم هېر شي؛ زدهکړه د سکرو په مثال ده، څومره چې ورته پکی وهې نو هومره تازه کېږي؛ یو انسان هم چې څومره درس ووایي او مطالعه وکړي، په همغه اندازه یې سویه لوړېږي.»
هغه په تعلیمي او تحصیلي مرکزونو کې د نجونو د زدهکړو بهیر ځنډول د توجیه وړ نه بولي او له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
ایا اوسمهال افغانستان د روغتیایي پرسونل له کمښت سره مخ دی، مسوولان څه وایي؟
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د حاملګۍ روغتیا رییسې ډاکټرې نفیسې سهاک پژواک ته وویل: «موږ فعلاً د عامې روغتیا وزارت د اوسني تشکیل له مخې د روغتیایي پرسونل له کمښت سره مخ نه یو؛ ځکه موږ چې کوم پرسونل ته اړتیا لرو موجود دي.»
هغه وایي، اوسمهال کافي شمېر ډاکترانې، نرسانې او قابلې لري چې د هېواد د روغتیا په سیستم کې دندې ترسره کوي او آن د هغو ډېر شمېر بېکاره هم دي.
خو نوموړې په پوهنتونونو کې د نجونو د درسونو د ځنډ پر دوام اندېښنه ښيي او زیاتوي: «په راتلونکي کې ښایي له دغه ډول ستونزو سره مخ شو، کله چې د تعلیم او تحصیل زمینه برابره نه شي، زموږ روغتیایي پرسونل کرار کرار د تقاعد خوا ته ځي او په ځينو مواردو کې ځينې ښځې خپلې دندې پرېږدي، دغه راز نفوس هم د ډېرېدو په حال کې دی، له نړۍوالو نورمونو سره د روغتیايي سیسټم عیارولو لپاره به ډېر شمېر روغتیايي کادرونو ته اړتیا احساس شي.»
هغه زیاتوي: «ښایي تر څو راتلونکو کلونو پورې موږ ته د پام وړ ستونزه پیدا نه شي، خو که د نجونو پر مخ تعلیمي او تحصیلي بنسټونه تر څو کلونو همداسې بند پاتې شي، ښایي د ښځینه روغتیایي پرسونل او کادرونو له کمښت سره مخ شو.»
سرچینې په ډاګه کړه، د نجونو پر مخ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو پر بندېدو د هېواد ټول وګړي اندېښمن دي؛ هر انسان د پرمختګ هیله لري، خو کله چې ورته زمینه مساعده نه شي نو ټول خفه کېږي، د پوهنتونو او ښوونځیو د ښځینه زدهکوونکو پر روح او روان منفي اغېز کوي، دغه خپګان پر یوه کس نه وي بلکې د ټولنې پر ټولو وګړو اغېز کوي او ټول ځورېږي.
هغې همداراز وویل: «زه د یوې ښځې په توګه، د ټولنې د یوې غړې په توګه د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستې غوښتونکې یمه، هیلهمنه یم چې انشاالله تعلیمي او تحصیلي بنسټونه به پرانیستل شي.»
همداراز د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم وایي چې د عامې روغتیا وزارت په اوس وخت کې د روغتیایي پرسونل له کمښت سره مخ نه دی.
هغه زیاته کړه: «موږ شاوخوا څه باندې ۵۰ زره روغتیايي پرسونل لرو چې ۳۰ سلنه یې ښځینه دي، په قابلهګۍ، نرسنګ، فزیوتراپي او نورو برخو کې زدهکړې جریان لري او هم مو شاوخوا شپږ زره نوی روغتیایي پرسونل ګومارلی دی چې ۵۰ سلنه یې ښځینه وې.»
د نوموړي په وینا، په روغتیايي برخه کې ډېر پرسونل ته اړتیا ده؛ ځکه نوي کلینیکونه جوړېږي او د دې لپاره چې روغتیایي مرکزونه ښه خدمتونه وړاندې کړي نو ډېر روغتیايي پرسونل ګومارلو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه: «انشاالله تر اوسه له ۱۰ زرو څخه ډېر د طب فارغان لرو، همداسې قابلې او نرسانې؛ زموږ هڅه دا ده چې د اړتیا تر کچې دوی وګومارو.»
محصلینې هم د پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي.
د غالب پوهنتون د معالجوی طب پوهنځي د درېیم کال محصلې فاطمې پژواک ته وویل: «باور وکړئ له هغې ورځې چې اعلان وشو چې تر امر ثاني پورې پوهنتون ته د تګ اجازه نه لرم، ډېره ناهېلې شومه؛ هیله لرم چې درسونه مو پیل شي.»
هغه چې د نورستان ولایت اصلي اوسېدونکې ده وایي، د نسایي ولادي رشته یې انتخاب کړې، د تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته خپل ولایت ته ځي او ښځو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
په ورته وخت کې، د کابل پوهنتون یوه محصله چې نه غوښتل نوم یې راپور کې یاد شي، د خپلو زدهکړو ځنډېدلو ته اندېښمنه ده.
هغې زیاته کړه: «د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب د پوهنځي د دویم کال محصله یم … د تحصیلي مرکزونو د تړل کېدو له امله راتلونکې ته مې ډېره اندېښمنه یمه.»
هغه چې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو ژر خلاصېدو غوښتنه لري وایي، د نوي سمستر کتابونه یې اخیستي او خپل درسونه په کور کې پر مخ بیایي.
خو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پرانیستلو په اړه د مسوولانو ځواب څه دی؟
که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې د تعلیمي او تحصیلي خوندي چاپېریال په رامنځته کېدو سره به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو تګ ته اجازه ورکړل شي، خو تر اوسه هم معلومه نه ده چې څه وخت به نجونې خپل دغه حق ترلاسه کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د محصلینو او ډاکټرانو د غوښتنو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د لوړو زدهکړو وزارت د مشرتابه له خوا یو ځل فرمان صادر شو چې د نجونو پوهنتونونه تر دویم امر پورې ځنډېدلي دي، زما له نظره ښه دا ده چې موږ ټول بل فرمان ته په تمه شو او تر هغه پورې ډېرې پوښتنې د وخت ضایع کول دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP