تالقان (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د تخار ولایتي روغتون کې د روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، د دغه روغتون مسوولین وايي چې د روغتیايي پرسونل د کمښت ستونزې هوارولو هڅې روانې دي.
مسوولین همداراز د ناروغانو د ستونزو حل کولو په موخه د نږدې ۱۰ مهمو روغتیايي څانګو فعالېدو خبر ورکوي.
د تخار ولایتي روغتون امر ډاکتر حیاتالله امامي وايي، دغه روغتون مخکې په څلورو اساسي څانګو لکه نسايي ولادي، ماشومانو، عمومي جراحۍ او داخله کې فعالیت درلود چې اوس پر دې سربېره نږدې ۱۰ فرعي څانګې لکه اورتوپیدي، غوږ او ستوني، سترګو، د کورنۍ تنظیم، رواني مشورې، الټراساونډ، هیمودیالېز، تشخصیه او تلیمېډېسن هم د ناروغانو د ستونزو هواري په موخه پکې فعالې کړې دي.
د هغه په خبره، په دغه روغتون کې د یادو څانګو له فعالېدو مخکې به ناروغان اړ وو چې کندوز او یا کابل ولایتونو ته ولاړ شي، خو او د اورتوپیدي، سترګو، غوږ او ستوني لوی عملیاتونه اوس په دغه روغتون کې ترسره کېږي.
په ورته مهال، یو شمېر ډاکټران او ناروغلرونکي په یاد روغتون کې د پرسونل له کمښته شکایت کوي.
د ماشومانو داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدظاهر وايي، د دې څانګې کارکوونکي د ۳۵ ناروغانو لپاره دي، خو دغه پرسونل اړ دی چې د ورځې ۱۰۵ ناروغانو ته رسېدنه وکړي او دا چاره د دې لامل کېږي څو ډېری ناروغانو ته په وخت رسېدنه ونه شي.
هغه له عامې روغتیا وزارته د یاد روغتون د کاروکوونکو زیاتولو غوښتنه وکړه.
د محمداغا په نوم یو ناروغ چې په ترافیکي پېښه کې د ټپي کېدو له امله دغه روغتون ته ورغلی وايي، ساعتونه کېږي چې په تمه دی څو اورتوپیدي څانګې ته مراجعه وکړي، خو دغه څانګه د کارکوونکو د کمښت له امله تړل شوې ده.
هغه هم له روغتیایي مسوولانو څخه یادې ستونزي ته د رسېدو غوښتنه کوي.
یو بل ناروغ محمد نوروز په یاد روغتون کې د ډاکټرانو او مسوولانو له ښه چلنده خوښي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو، مسوولین باید د نورو برخو په پرتله روغتیايي برخې ته ډېر پام وکړي، څو د ناروغانو ستونزې په بشپړ ډول هوارې شي.
خو د تخار د ولایتي روغتون امر ډاکټر حیاتالله امامي وایي چې د روغتیایي پرسونل د کمښت ستونزې هواري لپاره هڅې روانې دي.
د هغه په وینا، یاد روغتون له ۱۵۰ څخه ۲۰۰ بسترو ته ارتقا کړی، له همدې امله د پرسونل له کموالي سره مخ دي؛ خو تازه د روغتون تشکیل د ریاست الوزرا له لوري منظور شوی او ډېر ژر به یاده ستونزه حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار ولایتي روغتون ته د ورځې زر ناروغان مراجعه کوي چې د مسوولانو په وینا، په دې وروستیو کې ۹۰ سلنه درمل هغوی ته وړیا ورکول کېږي او ډېری ستونزې یې په دغه روغتون کې هوارېږي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن