Language

زابل کې پر زرګونو کورنیو د نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه

کلات (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): په زابل ولایت کې پر ۳۱ زره اړو کورنیو د نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه.

د زابل په مرکز کلات کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري پر ۳۱ زره اړو کورنیو د ۱۲۰ میلیون افغانیو نغدي مرستې وېش لړۍ پیل شوه.

 په زابل کې د بشري حقونو مرستندویه موسسې/ SHAO مسوول خلیل‌احمد هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، پر یاد شمېر کورنیو د نغدي مرستې د وېش چارې د دغې موسسې پر غاړه دي.

هغه زیاته کړه، د یونیسف ادارې له لوري دغه نغدې پیسې پر ۳۱ زره هغو کورنیو وېشل کېږي چې بې‌‌سرپرسته وي، یتیمان، امیندوارې مېرمنې او شېدې رودونکي ماشومان ولري.

د نوموړي په خبره، هرې کورنۍ ته ۳۹۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې ټولټال ۱۲۰ میلیون افغانۍ کېږي.

هوتک وايي، دا مرسته شپږ پړاوونه لري چې په هرو دوو میاشتو کې به دغو کورنیو ته همدومره پیسې ورکړل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.