اټلانټا (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲) : د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه په اسلام اباد کې پیل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخېو په ياده غونډه کې د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر نېک ولي شاه مومن، د پولیو په برخه کې د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر نورو نړیوالو ادارو استازو ګډون کړی دی.
د غونډې ګډونوال به په بشپړه توګه د پولیو د له منځه وړلو، د پولیو پروګرامونو د کیفیت پر ښه والي، ښې همغږۍ او راتلونکي پلانونو باندې بحث او خبرې اترې ترسره کړي دي.
Views: 189
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP