ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د قران کریم او کتاب دویم نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د قران کریم او کتاب دویم نندارتون پرانیستل شو

author avatar
31 Mar 2023 - 23:34
کابل کې د قران کریم او کتاب دویم نندارتون پرانیستل شو
author avatar
31 Mar 2023 - 23:34

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د بیهقي کتاب خپرولو ریاست داځل  د کابل په بله سیمه کې د قرانکریم او کتاب د ۳ ورځنی نندارتون پرانستلو.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د یاد ریاست د نندارتونونو جوړولو مسوول غوث الدین ددې نندارتون د پرانستلو پر مهال وویل، چې په یاد نندارتون کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست سربېره شاوخوا ۲۱ خصوصي ناشرانو هم ګډون کړی او څه د پاسه ۲۵ زره ټوکه کتابونه پکې نندارې ته ایښودل شوي دي.

نوموړي له کابل ښاریانو څخه هم غوښتنه وکړه، چې له یاد نندارتون څخه لیدنه وکړي او خپل د خوښې وړ کتابونه ترلاسه کړي.

یو شمېر خصوصي ناشرانود اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه، او ويې ویل چې د ورته نندارتونونو جوړول له کتاب لوستنې سره د ځوانانو د علاقې او کتاب خرڅونې لپاره د بازار موندنې په برخه کې مرسته کوي.

یو شمېر ځوانانو، چې له دغه نندارتون څخه يې لیدنه کوله هم خوښي څرګنده کړه، چې دا ‌ډول نندارتونونه تر یوه چتر لاندې او په اسانه توګه د هر ډول کتابونو مطالعې او تر لاسه کولو ته لاره هواروي.

د یادونې وړ ده، چې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست تر دې څو ورځې وړاندې هم د پلازمېنې کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې هم ورته درې ورځنی نندارتون جوړ کړی وو، چې د خلکو تود هرکلی يې هم له ځان سره درلود.

[/restrict]

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.