کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۲): ترکیې په ناټو کې د فنلېنډ غړېتوب غوښتنلیک تصویب کړ او له دې سره به دغه هېواد د ناټو يودېرشم هېواد و اوسي.
د بيبيسي نړۍوال چینل نن سهار وختي خبر ورکړی چې د ترکیې پارلمان په ناټو کې د فنلېنډ غړېتوب غوښتلیک لپاره د تصویب رایه ورکړه او له دې وروسته به دغه هېواد د ناټو ۳۱ غړی و اوسي.
سرچینې لیکلي چې فنلینډ به اوس په رسمي توګه د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې چې د جولای په میاشت کې په لیتوانیا کې ترسره کیږي، ګډون وکړي.
د دغه خبر له مخې، ترکیې د لویدیځ په دفاعي اتحاد کې د شاملیدو لپاره د فنلینډ غړیتوب غوښتلینک د میاشتو لپاره ځنډولې و او شکایت یې درلود چې «نورډیک» هیوادونه د «ترهګرو» ملاتړ کوي.
سرچینې زیاته کړې، سویډن چې تیر کال له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه کړې خو لا یې هم د ورته شکایتونو له امله د انقرې له خوا د غړیتوب غوښتلنلیک ځنډېدلی دی.
د یادودنې ده چې د نورډیک سیمه د ډنمارک، ناروې، سویډن، فنلېنډ، او آیسلېنډ او همدارنګه د فارو ټاپو، ګرینلینډ او اولینډ څخه جوړه ده.
Views: 68