مزارشریف (پژواک، ۱۲ وری، ۱۴۰۱): د بلخ امنیه قومانداني وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د ۶۶۰ بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳۳ مېرمنو په ګډون ۱۱۴۳ کسان نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري نن (د وري ۱۲مه) په یوې خبري غونډه کې له جرمونو او نشهيي توکو سره د مبارزې او امنیت د ټینګښت برخو کې د یوه کال د کړنو اړوند معلومات شریک کړل.
نوموړي وویل، د ۱۴۰۱ لمریز کال په لړ کې د بلخ په کچه د ۶۶۰ جنایي پېښو (قتل، انسان تښتونې، قاچاق، غلا، جعل او الکترونیکي جرایمو په تړاو د ۱۳۳ مېرمنو په ګډون ۱۱۴۳ کسان نیول شوي او قانون ته یې سپارلي دي.
هغه زیاته کړه، د قوماندانۍ اړوند له نشهیي توکو سره د مبارزې مدېریت دغه کال کې ۳۴۴ جریبه د چرسو او کوکنارو کروندې له منځه وړي، ۹۹۴۳ روږدي کسان یې راټول او له دې ډلې یې ۹۰۴۶ کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي او پاتې نور یې لاهم تر درملنې لاندې دي.
دی وايي چې د یادې قومندانۍ لهه تروریزم سره د مبارزې مدیریت تېر یوکال کې د ۶ تروریستي پېښو په تړاو ۱۴ کسان نیولي او هم یې ۱۲۳ میله بېلابېلې وسلې (راکټ، پیکا، کلاشینکوف او تومانچې) کشف او ترلاسه کړې دي.
وزیري دغهراز د دغې قومندانۍ د اطفائیې مدیریت د کړنو په اړه وویل چې دغه مدیریت ۱۵۳ د اورلګیدنې پېښو ته رسېدنه کړې، په دغو پېښو کې د څه باندې ۱۸۵ میلیون افغانیو په ارزښت خلکو ته زیانونه اوښتي او ۱۲۷ میلیون افغانیو په ارزښت توکي یې له سوځېدو ژغورل شوي دی.
د نوموړي وینا، بلخ کې تېر یو کال کې ۲۵ د انسان تښتوونې قضیې هم ثبت شوې چې له دې ډلې يې ۲۴ کسان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي او لاهم یو کس د انسان تښتوونکو په بند کې پاتې دي.
بلخوا، د مزارشریف ښاریان وايي چې لاهم په دغه ولایت کې امنیتي پېښې شته چې باید مخنیوی یې وشي.
د دغه ښار اوسېدونکی ناصرجمال وایي، بلخ کې د جنایي پېښو ترڅنګ د چاودنو پېښې هم شته چې حکومت یې باید مخنیوی وکړي.
احمدالله ستانکزی هم وایي چې بلخ کې امنیت ښه دی خو باید تر دې لا ډېر د امنیت تامین او د خلکو خوندیتوب ته کار وشي.
بلخ کې تېر یو کال د بېلابېلو جنایي پېښو ترڅنګ، وسلهوالې نښتې او چاودنې هم شوې چې وروستۍ پېښه یې د خبریالانو پر غونډه چاودنه وه چې په پایله کې یې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP