منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:41 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

تېر کال بلخ کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۱۴۳ کسان نیول شوي

· 2 دقیقې لوستل · 268 کتنې · تازه شوی

مزارشریف (پژواک، ۱۲ وری، ۱۴۰۱): د بلخ امنیه قومانداني وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د ۶۶۰ بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳۳ مېرمنو په ګډون ۱۱۴۳ کسان نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري نن (د وري ۱۲مه) په یوې خبري غونډه کې له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې او امنیت د ټینګښت برخو کې د یوه کال د کړنو اړوند معلومات شریک کړل.

نوموړي وویل، د ۱۴۰۱ لمریز کال په لړ کې د بلخ په کچه د ۶۶۰ جنایي پېښو (قتل، انسان تښتونې، قاچاق، غلا، جعل او الکترونیکي جرایمو په تړاو د ۱۳۳ مېرمنو په ګډون ۱۱۴۳ کسان نیول شوي او قانون ته یې سپارلي دي.

هغه زیاته کړه، د قوماندانۍ اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدېریت دغه کال کې ۳۴۴ جریبه د چرسو او کوکنارو کروندې له منځه وړي، ۹۹۴۳ روږدي کسان یې راټول او له دې ډلې یې ۹۰۴۶ کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي او پاتې نور یې لاهم تر درملنې لاندې دي.

دی وايي چې د یادې قومندانۍ لهه تروریزم سره د مبارزې مدیریت تېر یوکال کې د ۶ تروریستي پېښو په تړاو ۱۴ کسان نیولي او هم یې ۱۲۳ میله بېلابېلې وسلې (راکټ، پیکا، کلاشینکوف او تومانچې) کشف او ترلاسه کړې دي.

وزیري دغه‌راز د دغې قومندانۍ د اطفائیې مدیریت د کړنو په اړه وویل چې دغه مدیریت ۱۵۳ د اورلګیدنې پېښو ته رسېدنه کړې، په دغو پېښو کې د څه باندې ۱۸۵ میلیون افغانیو په ارزښت خلکو ته زیانونه اوښتي او ۱۲۷ میلیون افغانیو په ارزښت توکي یې له سوځېدو ژغورل شوي دی.

د نوموړي وینا، بلخ کې تېر یو کال کې ۲۵ د انسان تښتوونې قضیې هم ثبت شوې چې له دې ډلې يې ۲۴ کسان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي او لاهم یو کس د انسان تښتوونکو په بند کې پاتې دي.

بلخوا،  د مزارشریف ښاریان وايي چې لاهم په دغه ولایت کې امنیتي پېښې شته چې باید مخنیوی یې وشي.

د دغه ښار اوسېدونکی ناصرجمال وایي، بلخ کې د جنایي پېښو ترڅنګ د چاودنو پېښې هم شته چې حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

احمدالله ستانکزی هم وایي چې بلخ کې امنیت ښه دی خو باید تر دې لا ډېر د امنیت تامین او د خلکو خوندیتوب ته کار وشي.

بلخ کې تېر یو کال د بېلابېلو جنایي پېښو ترڅنګ، وسله‌والې نښتې او چاودنې هم شوې چې وروستۍ پېښه یې د خبریالانو پر غونډه چاودنه وه چې په پایله کې یې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

عبدالصبور سیرت
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي