Language

زابل کې ۱۲۹ میله وسلې او زرګونه مرمۍ ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوې

کلات (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د زابل د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، نن ۱۲۹ میله بېلابېلې وسلې، زرګونه مرمۍ او نور مهمات د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شول.

د امنیې قوماندانۍ اړوند له تروریزم سره د مبارزې مدیر ملا محمدیونس اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه یو سل او نهه ویشت میله بېلابېلې وسلې د تېر یوه کال په اوږدو کې په مرکز او ولسوالیو کې له ۱۴ کسانو سره یو ځای ترلاسه شوې وې.

هغه زیاته کړه، په دغو وسلو او مهماتو کې -چې نن د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوې- ۱۱ کلاشینکوفونه، ۱۸ میله ټي‎‌ټي‌کوف، ۹۹ تومانچې، یوه پایه دهشکه ،۱۱۳۲۱ فایره د کلاشینکوف مرمۍ، ۲۳۵۰ فایره د میګاروف مرمۍ، ۹۶ فایره د دهشکې مرمۍ، ۱۷ مختلف ډول مرمۍ، ۲۵ لاسي بمونه او ۱ روسي ماین شامل دي.

نوموړی زیاتوي، دوی چا ته اجازه نه ورکوي چې په غیرقانوني ډول وسلې وګرځوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.