کلات (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د زابل د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، نن ۱۲۹ میله بېلابېلې وسلې، زرګونه مرمۍ او نور مهمات د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شول.
د امنیې قوماندانۍ اړوند له تروریزم سره د مبارزې مدیر ملا محمدیونس اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه یو سل او نهه ویشت میله بېلابېلې وسلې د تېر یوه کال په اوږدو کې په مرکز او ولسوالیو کې له ۱۴ کسانو سره یو ځای ترلاسه شوې وې.
هغه زیاته کړه، په دغو وسلو او مهماتو کې -چې نن د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوې- ۱۱ کلاشینکوفونه، ۱۸ میله ټيټيکوف، ۹۹ تومانچې، یوه پایه دهشکه ،۱۱۳۲۱ فایره د کلاشینکوف مرمۍ، ۲۳۵۰ فایره د میګاروف مرمۍ، ۹۶ فایره د دهشکې مرمۍ، ۱۷ مختلف ډول مرمۍ، ۲۵ لاسي بمونه او ۱ روسي ماین شامل دي.
نوموړی زیاتوي، دوی چا ته اجازه نه ورکوي چې په غیرقانوني ډول وسلې وګرځوي.
پر همدغه مهال، د زابل د امنیې قوماندانۍ اړوند له جنايي پېښو سره د مبارزې مدیر مولوي عصمتالله کرامت پژواک ته وویل چې د دغو وسلو له ترلاسه کېدو او ډایاګ پروګرام ته له سپارلو سره به په دغه ولایت کې د جنايي پېښو ګراف ټیټ شي .
هغه زیاته کړه، اوسمهال سوداګرو، صرافانو او یو شمېر نورو کسانو ته د خپل امنیت ساتلو په موخه د وسلې ګرځولو کارټونه ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










