ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د هېواد وروستي پاچا محمد ظاهرشاه کور او بڼ د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

3 Apr 2023 - 12:14
3 Apr 2023 - 12:14

پارون (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د نورستان په کامدېش کې د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهرشاه کور او بڼ د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي یې د بیا رغولو غوښتنه کوي.

دغه کور او باغ د کامدېش ولسوالۍ په «کمو» سیمه کې پر څلور جریب ځمکه اباد شوي چې اوس یې ځینې برخې زیانمنې شوې دي.

خلک وايي، د افغانستان وروستی پاچا محمد ظاهرشاه به په اوړي موسم کې د سیاحت او ښکار لپاره یادې ولسوالۍ ته راته او په دغه کور کې به یې وخت تېراوه.

د سیمې یوه اوسېدونکي ګل‌محمد -چې شاوخوا ۷۰ کلن دی- پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس یې هم یاد دي چې کلونه مخکې پاچا محمد ظاهرشاه پر اس سپور دغه ځای ته راغلی و او څو شپې او ورځې یې تېرې کړې.

هغه زیاته کړه، په «کمو» سیمه کې د بڼ ترڅنګ کور پر لږ لوړه غونډۍ جوړ شوی چې د یوه لوی سالون ترڅنګ څلور خونې او دوه تشنابونه لري چې اوس یوه خونه ویجاړه شوې او د نورو دېوالونه زیانمن شوي دي.

نوموړی وايي، بڼ هم هغه مهال ښه ودان و، بېلابېلې مېوه‌لرونکې ونې یې لرلې خو اوس یوه هم پاتې نه ده.

د هغه په خبره، اوسمهال د بڼ ترڅنګ یوه د نښتر او دوه د غزانو لویې ونې پاتې دي او پاتې ځمکه د ځايي خلکو له خوا کرل کېږي.

نوموړي وویل، دغه کور او بڼ د محمد ظاهرشاه شخصي ملکیت دی چې د همدې سیمې له یوه استوګن څخه یې اخیستي وو او هغه ته یې په بدل کې په پلازمېنه کابل کې ځمکه ورکړې وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، پاچا به هر کال د اوړي په موسم کې د سیاحت او ښکار لپاره یادې ولسوالۍ ته راته چې په دغه کور او بڼ کې به یې وخت تېراوه.

نوموړی له مسوولینو غوښتنه کوي چې دغه کور او بڼ ورغوي او د یوې تفریحي سیمې بڼه ورکړي.

د کامدېش ولسوالۍ یوه بل سپین ږیري عبدالغني هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کلونو په تېرېدو د محمد ظاهرشاه د کور ځینې برخې زیانمنې او ځینې برخې ویجاړې شوې چې د یو مخ نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

هغه زیاته کړه، پخوا کور او باغ محافظتي دېوال هم درلود چې کلونه مخکې نړېدلی دی.

هغه وايي، دغه کور او بڼ څه موده د «مدیرا» په نوم یوې موسسې په واک کې و او دغلته یې یوه بله لویه خونه هم جوړه کړې وه خو اوس بېرته ویجاړه شوې ده.

نوموړی وايي، که مسوولین د افغانستان د وروستي پاچا دغه کور او بڼ بېرته په خپل پخواني برم ورغوي، نو ډېر لیدونکي به ولري او په راتلونکي کې به ښه عایداتي سرچینه هم شي.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیمع‌الحق حق‌بیان چې له یاد تاریخي ځای څخه یې لیدنه کوله، د سیمې له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د کور او بڼ د بیارغولو لپاره به پوره هلې ځلې وکړي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي د کمو شاهي باغ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره رسمي ثبت کړي او د ویجاړېدو مخه یې و نیسي.

محمد ظاهرشاه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه لومړۍ څېره ګڼل کېږي چې څه کم نیمه پېړۍ د افغانستان پاچا و او دوره یې تر ټولو باامنه بلل کېږي.

نوموړی په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د سردار محمد داوود خان له خوا د یوې کودتا په لړ کې له واکه لرې شو او له هېواده ووت؛ خو په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د انتقالي حکومت پر مهال افغانستان ته راغی او د لویې جرګې له لوري د ملت بابا لقب ورکړل شو.

Views: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version