میدانښار (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې نن د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیون ۹۷۸ زره افغانیو په ارزښت د اوبو مدیریت پروژو چارې پيل شوې.
د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رئیس مولوي عبدالصمد حلیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «یادې پروژې د کرنې او خوړو نړۍوال پرواګرام په ملاتړ په دې ولسوالۍ کې د اوبو مدیریت برخه کې د شپږ میاشتو په موده کې د افغان لایزر شرکت له خوا پلې کېږي.»
هغه زیاته کړه، د دې پروژو په پلې کېدو به د سیمې ۲۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او پر مټ به يې د اوبو مدیریت برخه کې د اوبو ۲۵۰ واړه ډنډونه او یو شمېر استنادي دېوالونه ورغول شي.
د سیمې خلک او بزګر هم د حکومت له دغه اقدامه خوښ دي او د ورته پروژو د زیاتېدو غوښتنه کوي.
د دې ولسوالۍ د شیخ یاسین سیمې اوسېدونکي الوزي پژواک ته وویل، پخوا د دوی په سیمه کې زراعتي ویالې سېلابونو وړې وې او په دې برخه کې بزګر او عام خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
هغه وویل، تېر کال له همدې امله د کرنیزو ځمکو حاصلات کم و.
دی وايي، په تېرو جګړو کې د دوی سیمه سخته ځپل شوې، خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او له حکومته غواړي چې ورته پروژې دې ډېرې کړي.
د همدې سیمې یو بل اوسېدونکي اسماعیل وویل، خوښ دی چې په سیمه کې یې داسې پروژې پلې کېږي چې پر مټ به یې په روان کال کې دوی د اوبو له کمښته خلاص وي.
هغه وویل: «که اوبو ته ډنډونه جوړ شي، ډېرې اوبه به ذخیره شي او تر ډېر وخت به موږ د اوبو له کمښت سره نه مخ کېږو.»
د یادونې ده، تېر کال د هېواد د نورو ولایتونو په شان په میدان وردګو کې هم د سېلابونو له امله د خلکو کرنیزې ځمکې او ویالې خرابې شوې وې او دې کار پر زراعتي محصولاتو منفي اغېزه کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP