ژبه

د میدان‌وردګو په چک کې د ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت پروژې پیل شوې

حفیظ الله تسل

۱۴ وری ۱۴۰۲ - ۱۵:۴۸

۲۱۳ کتنې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې نن د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیون ۹۷۸ زره افغانیو په ارزښت د اوبو مدیریت پروژو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رئیس مولوي عبدالصمد حلیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «یادې پروژې د کرنې او خوړو نړۍوال پرواګرام په ملاتړ په دې ولسوالۍ کې د اوبو مدیریت برخه کې د شپږ میاشتو په موده کې د افغان لایزر شرکت له خوا پلې کېږي.»

هغه زیاته کړه، د دې پروژو په پلې کېدو به د سیمې ۲۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او پر مټ به يې د اوبو مدیریت برخه کې د اوبو ۲۵۰ واړه ډنډونه او یو شمېر استنادي دېوالونه ورغول شي.

د سیمې خلک او بزګر هم د حکومت له دغه اقدامه خوښ دي او د ورته پروژو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

login or register a new account.