فېروزکوه (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د غور – کابل لویه لار د بکک کوتل سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې او لسګونه مسافر په دې لاره کې بند پاتې دي.
د بکک کوتل سیمه کې ایسار پاتې ابراهیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «له تېرې شپې راهیسې زموږ موټر په واوره او خټو کې بند پاتې دي او په مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، موږ له حکومته غواړو زموږ د ژغونې لپاره اقدام وکړي.»
په بکک کوتل کې ایسار پاتې بل مسافر فریدون وايي: «په بکک کوتل کې د مسافرو څو موټر بند پاتې دي، که ژر یې د ژغورنې اقدام ونه شي، له ستونزو سره مخ کېږي، له ۴۰ زیات موټر دي چې هر موټر کې ۶ تر ۱۸ کسان سپاره دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.»
موټر چلوونکي هم د دې لارې بندېدو خبره او د پرانیستو غوښتنه کوي.
د غور و ولایت ویاند عبدالواحد حماس وايي د تېرې شپې واورو ورېدو له امله د غور – کابل لویه لار په بکک کوتل سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغه په خبره، د مسافر شپږ موټر په واورو او خټو کې ایسار پاتې دي.
د غو د والي ویاند وايي چې د مسافرو د ژغورنې او لارې پرانیستلو هڅې روانې دي او ژر به د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.
تېرې څو وروځې غور ولایت کې درنې واورې ورېدلې دی.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن