کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د کرنې وزارت وايي، افغانستان ته د هغو چرګانو واردات چې وزن يې له دوو کیلوګرامه ډېر وي او هغو هګيو چې له فريزر پرته افغانستان ته وارديږي، واردات بند شوي دي.
د باختر اژانس په حواله، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو محصولاتو د بیې د کنټرول په موخه په افغانستان کې د چرګانو پالنې د ټولنې له چارواکو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
سرچينه کاږي، یاده غونډه د کرنې وزارت د حيواني روغتيا او مالدارۍ لوی رييس مفتي ذاکرالله، د حيواني روغتيا رييس مختار محسيني، د کرنې وزارت سلاکارانو او د افغانستان د چرګانو ټولنې يو شمېر غړو، چې په کې د چرګانو دانې، غوښې او هګيو توليدوونکو غړو شتون درلود، جوړه شوې وه.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې د چرګانو پالنې ټولنې د غوښتنې پر اساس او د کرنې وزارت د پرېکړې پر بنسټ افغانستان ته د هغو چرګانو واردات چې وزن يې له دوو کيلو ګرامه ډېر وي او دغه راز د هغو هګيو واردات هم بند شول چې له فريزر پرته افغانستان ته واردېږي.
د سرچينې په حواله، د چرګانو دانې، هګۍ او غوښې توليدوونکو څخه هم ژمنه واخيستل شوه، چې تر ۳ مياشتو پورې په بازار کې د چرګانو د دانې ټاکل شوې بيه نه زياتوي او د کرنې وزارت سره د کړې ژمنې پر اساس د چرګانو د غوښې او هګيو بيې هم نه لوړوي.
Views: 835
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن