فېروزکوه (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د غور – کابل لویهلار له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د یادونې ده، یاده لویهلار درې ورځې مخکې د سختې واورې ورېدنې له امله په بکک کوتل سیمه کې تړل شوې وه او دواړو غاړو ته د مسافرو لسګونه موټر ایسار پاتې وو.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «هغه مسافر په تېرو ورځو کې د واورې ورېدو له امله په بکک کوتل کې بند پاتې وو، نن سهار د اسلامي امارت له لوري د استول شوي ټیم له لوري وژغورل شول.»
د غور ځايي مسوولینو ویلي وو، ۲۰ مسافروړونکي موټر چې د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون لسګونه مسافر پکې سپاره دي، د بکک کوتل دواړو لورو ته په واورو کې بند پاتې دي.
د هغوی په وینا، دغه موټر فلاینکوچ، سراچه او ټراکټور وو چې نن له ټولو سپرلیو سره وژغورل شول.
د ټولګټو وزارت هم د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې یاد لویهلار نن (چهارشنبه) د بامیان ولایت ټولګټو ریاست کاروکوونکو په هڅو د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن