منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۷ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غور – کابل لویه‌لار بېرته پرانیستل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۹ کتنې

فېروزکوه (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د غور – کابل لویه‌لار له درې ورځو تړل ‌کېدو وروسته نن بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د یادونې ده، یاده لویه‌لار درې ورځې مخکې د سختې واورې ورېدنې له امله په بکک کوتل سیمه کې تړل شوې وه او دواړو غاړو ته د مسافرو لسګونه موټر ایسار پاتې وو.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «هغه مسافر په تېرو ورځو کې د واورې ورېدو له امله په بکک کوتل کې بند پاتې وو، نن سهار د اسلامي امارت له لوري د استول شوي ټیم له لوري وژغورل شول.»

د غور ځايي مسوولینو ویلي وو، ۲۰ مسافروړونکي موټر چې د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون لسګونه مسافر پکې سپاره دي، د بکک کوتل دواړو لورو ته په واورو کې بند پاتې دي.

د هغوی په وینا، دغه موټر فلاینکوچ، سراچه او ټراکټور وو چې نن له ټولو سپرلیو سره وژغورل شول.

د ټولګټو وزارت هم د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې یاد لویه‎لار نن (چهارشنبه) د بامیان ولایت ټولګټو ریاست کاروکوونکو په هڅو د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې