کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د افغانستان بانک مسوولین وایي، دغه بانک توانېدلی چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د پولي سیاستونو د بریالي پلي کېدو په پایله کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول ثابت وساتي.
هغوی دغهراز یادونه کوي چې په یاد کال کې یې څه باندې ۳ میلیارده نوي بانکنوټونه چاپ کړي دي چې څه باندې ۱ میلیارد بانکنوټونه یې پر سوداګریزو بانکونو وېشل شوي او په بدل کې یې همدومره زاړه بانکنوټونه راټول شوي دي.
د افغانستان بانک مسوولینو دا او اړوند نور معلومات نن د وري په ۱۶مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، په یوې خبري غونډه کې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د خپلو کړنو په اړه د معلوماتو شریکولو پر مهال وړاندې کړل.
د افغانستان بانک د پولي سیاست مشر احمدجواد سداد وویل، دغه بانک توانېدلی دی چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ښه ډول ثابت وساتي او خپلې اصلي موخې ته- چې د بیو ټیکاو ده- ورسېږي.
هغه وایي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ورستیو شمېرو له مخې، د انفلاسیون کچه د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشت کې ۳،۵ سلنې ته رسېدلې وه، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په همدې میاشت کې ۳،۱۵ سلنه وه او په ورته وخت کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱،۰۱ سلنه لوړ شوی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۳،۸۶ سلنه کموالی درلود.
نوموړي زیاته کړه، د بلومبرګ نړۍوالې رسنۍ راپور -چې په دې وروستیو کې خپور شوی- د افغانۍ د ارزښت له لوړوالي خبر ورکوي او په دغه راپور کې د نړۍ د ۹ بهترینو او ۹ بدترینو پولي واحدونو څېړنه شوې چې ښیي، افغانۍ د ۹ بهترینو پولي واحدونو په ډله کې راغلې ده او د تېر کال په پرتله یې د امریکايي ډالرو پر وړاندې ارزرښت ۵،۶ سلنه لوړ شوی دی.
سداد زیاتوي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې هېواد ته ۳ میلیارده، ۱۴۰ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو بانکنوټونه را رسېدلي چې پکې ۱۰، ۲۰، ۵۰، او سلګون شامل دي؛ همداراز په همدغه کال کې د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته یو میلیارد او ۱۰۰ میلیون افغانۍ د نوو بانکنوټونو وېشل ترسره شوي چې په دې کې ۱۰، ۲۰، ۵۰ او سلګون شامل دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
په غونډه کې د افغانستان بانک د بازار د عملیاتو مشر محمدعباس سامح هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د دوی د معلوماتو له مخې، دغه بانک ۹،۲۸ میلیارد ډالره شتمني لري چې ۷،۳ میلیارد ډالر د امریکا په واک کې، ۱،۸ میلیارد ډالر د نړۍ په ۷ هېوادونو سویس، جرمني، انګلستان، ایرلنډ، ایټالیا، متحده عربي او پاکستان کې کنګل دي.
هغه وایي، له دې شتمنۍ څخه د افغانستان بانک یوازې ۱،۸ میلیارد ډالرو ته په محدود ډول لاسرسی لري.
په غونډه کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ مشر دوکتور محمدیوسف سلیم وویل، پر پخوانیو حسابونو هم محدودیتونه کم شوي او دا مهال خلک د پخوا په پرتله له خپلو حسابونو څخه ډېرې پیسې ترلاسه کولای شي.
هغه وایي، د افغانستان بانک پرلهپسې خبرو په پایله کې وکولای شو چې د امریکا د خزانې له وزارت څخه ۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۸، ۱۹ او ۲۰ شمېرې عمومي جوازونه ترلاسه کړي چې له امله یې د هېواد پر بانکي نظام محدودیتونه کم شوي دي.
په غونډه کې د افغانستان بانک د غیربانکي مالي موسسو د څارنې مشر احمدظاهر ناصرزي وویل، له ۲۵۰۰ زیاتو غیرمعیاري صرافیو او پولي خدمتونو انفرادي جوازونه فسخه کړي او تر دا مهاله ۸۷۶ شرکتونو ته جوازونه وېشلي دي او د وېش لړۍ روانه ده.
د افغانستان بانک د مسولینو د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۸ میلیارد ۶۸۳ میلیون ۲۴۴ زره او ۴۱۹ افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي، خو دا چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د عوایدو کچه څومره وه، معلومات یې شریک نه کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP