Language

ننګرهار کې د خونې چت لوېدو له امله څلور کسان ټپیان شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د يوې خونې چت لوېدو له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو له دفتره د وري په ۱۶مه پژواک اژانس ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سپين غر ولسوالۍ په سرخاب‌ژۍ سيمه کې د يوه کور د خونې چت لوېدلی دی.

خبرپاڼه زياتوي، په یاده پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د سپين غر ولسوالۍ مسوولين د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي چې د دوو ټپیانو درملنه په سيمه کې شوې او دوه نور د ښې درملنې په موخه د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي اکبرخان پژواک ته وويل، یاده پېښه په يوه بې‌وزلې کورنۍ کې شوې ده.

هغه وويل، یاده خونه د بارانونو له امله ډېره خرابه شوې وه نو ځکه یې چت لوېدلی دی.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې رامنځته شوې چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

 

Related Topics