پلخمري (پژواک, ۱۷ وری ۱۴۰۲): د بغلان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوو وروڼو په خپل منځ کې شخړه کړې او یو وژل شوی دی.
د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د وري په ۱۷مه د شپې ناوخته پژواک ته وویل، نن د غرمې دوه بجې په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ پر کورنیو مسایلو شخړه شوې وه چې په ترڅ کې یې یو ورور وژل شوی دی.
هغه وایي، د سمیعالله په نوم یو کس پر خپل ورور له ډزو او د هغه له وژل کېدو وروسته د یادې ولسوالۍ پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي وو.
Views: 52
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP