ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې یوه کس خپل ورور وژلی

بغلان کې یوه کس خپل ورور وژلی

author avatar
6 Apr 2023 - 22:26
بغلان کې یوه کس خپل ورور وژلی
author avatar
6 Apr 2023 - 22:26

پلخمري (پژواک, ۱۷ وری ۱۴۰۲): د بغلان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوو وروڼو په خپل منځ کې شخړه کړې او یو وژل شوی دی.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د وري په ۱۷مه د شپې ناوخته پژواک ته وویل، نن د غرمې دوه بجې په مرکزی بغلان ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ پر کورنیو مسایلو شخړه شوې وه چې په ترڅ کې یې یو ورور وژل شوی دی.

هغه وایي، د سمیع‌الله په نوم یو کس پر خپل ورور له ډزو او د هغه له وژل کېدو وروسته د یادې ولسوالۍ  پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي وو.

Visits: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.