Language

د ایران مرستیال سفیر د ننګرهار له والي سره د هېواد ختیځ کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلی

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): په کابل کې د ايران سفارت وایي، د دغه سفارت مرستيال د ننګرهار له والي سره په کتنه کې د جلال‎اباد هوايي ډګر ته له ایرانه د الوتنو پیلېدو لپاره پر چمتووالي خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت پرون (پنج‌شنبه) د یوه ټویټ په کولو ویلي چی د دغه سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د ننګرهار له والي ملا محمدنعیم اخند سره کتلي دي.

login or register a new account.