منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ایران مرستیال سفیر د ننګرهار له والي سره د هېواد ختیځ کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): په کابل کې د ايران سفارت وایي، د دغه سفارت مرستيال د ننګرهار له والي سره په کتنه کې د جلال‎اباد هوايي ډګر ته له ایرانه د الوتنو پیلېدو لپاره پر چمتووالي خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت پرون (پنج‌شنبه) د یوه ټویټ په کولو ویلي چی د دغه سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د ننګرهار له والي ملا محمدنعیم اخند سره کتلي دي.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د افغانستان په ختيځ کې له ايران سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې.

سرچينه ليکي، دواړو لورو د دغه ولايت په مرکز کې په نږدې راتلونکي کې ايران د شکرې ناروغۍ درملنې مرکز پر پرانيستنه هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ایران سفارت مرستیال له دې مخکې د هېواد له لوی څارنوال مولوي شمس‌الدین شریعتي سره هم کتلي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد