ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه: که د ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، د مرستو پر دوام بیا کتنه کوو

اروپايي ټولنه: که د ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، د مرستو پر دوام بیا کتنه کوو

author avatar
8 Apr 2023 - 22:08
اروپايي ټولنه: که د ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، د مرستو پر دوام بیا کتنه کوو
author avatar
8 Apr 2023 - 22:08

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): اروپایي ټولنې ګواښ کړی چې که د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، دوی به له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام بیا کتنه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) دفتر دوه ورځې مخکې وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت ورته خبر ورکړی چې په دفترونو کې یې نور افغان ښځې کار نه شي کولی.

یوناما ویلي چې دوی له سرپرست حکومت سره په دې اړه پر خبرو بوخت دي، خو د ښځینه وو ترڅنګ یې خپلو نارینه کارکوونکو ته هم ویلي چې دفترونو ته دې نه ځي.

بلخوا اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په بنسټونو کې د ښځو د کار ممنوعیت د «نړۍوالو قوانینو نقض» بللی او ویلي یې دي،  که‌چېرې مرستې په غیرتبعضي ډول او د جنسیت له په پام کې نیولو پرته وړاندې نه شي، اروپایي ټولنه به له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په تړاو بیاکتنه وکړي.

اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له اسلامي امارته غوښتي چې ښځو ته اجازه ورکړي چې د مرستو رسولو چارو کې یو شان ونډه ولري.

سرچینې زیاته کړې: «موږ له طالبانو غواړو چې ښځو ته اجازه ورکړي څو د مرستو او خدمتونو په وړاندې کولو کې په مساویانه او معنادار ډول ګډون وکړي او په ټولنه کې په بشپړه او فعاله توګه حضور ولري؛ دغه راز له دغو مرستو برخمنې شي. ښځينه کارکوونکې بدیل نه لري.»

تر دې دمه سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد پخوا  په غیردولتي سازمانونو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار د بندیز له پرېکړې دفاع کړې وه او ویلي یې وو چې یاد بندیز د اسلامي قوانینو مطابق دی.

دوی واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر کار، سیاسي،‌ اقتصادي او ټولنیز مشارکت باندې کلک بندیزونه ولګول او د نجونو پر مخ یې متوسطه او عالي لېسې او پوهنتونونه هم وتړل.

اروپايي ټولنې همدارنګه یاده پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

یادې ټولنې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو یاد بندیز ژر تر ژره لغوه کړي او هغوی ته د کار کولو اجازه ورکړي.

اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان هم د طالبانو پر دې تازه پرېکړې انتقاد کړی او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز پراخ غبرګونونه پارولي؛ له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې دغه پرېکړه به په افغانستان کې اړمنو کسان ته د مرستې رسولو بهیر ټکنی کړي.

تېره ورځ د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن هم د طالبانو حکومت یاده پرېکړه «بزدلانه» بللې وه او له طالبانو یې غوښتي وو چې په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

[/restrict]

Views: 85

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.