جلالاباد (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت له څلورو ولسواليو راټوله شوې نږدې ۳۰۰ ميله وسله دفاع وزارت ته وسپارل شوه.
دغه نظامي وسلې چې د سقوط پر مهال خلکو په خپلو کورونو کې پټې کړې وې، د تصفيې کمېسيون له خوا ټولې شوې دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د وري په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل، د تصفيې کمېسيون د ننګرهار ولايت په څلورو ولسواليو کامې، ګوشتې، کوز کونړ او درهنور کې نږدې ۳۰۰ ميله وسله راټوله کړې وه.
هغه زياته کړه: «دغه وسلې چې شمېر يې ۲۹۳ ميله کېږي، د فتح (سقوط) په ورځ مسوولينو او نورو کسانو د ساتلو په موخه له ځان سره وړې وې چې د تصفيې کمېسيون له خوا راټولې شوې؛ دغه کمپاين او د تصفيې پروګرام به نورو ولسواليو کې هم ترسره شي.»
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټولې شوې وسلې په یادو ولسواليو کې د ځانګړو پروګرامونو پر مهال د دفاع وزارت مسوولينو ته وسپارل شوې.
عام خلک له دغه پروګرامه خوښ دي او وايي، د وسلو راټولول د خپلسرو وسلهوالو او غلو مخه نيسي.
د کامې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد رقيب پژواک ته وويل، د وسلو ټولولو دغه لړۍ دې ټولو ولسواليو ته وغځول شي.
هغه وايي: «د وسله په را ټولولو سره د خپلسرو وسلهوالو او غلو مخه نيول کېږي او ورسره ډېر نور جرمونه هم کمېږي.»
د یادونې ده، تر دې وړاندې هم د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې د تصفيې کمېسيون له خوا وسلې راټولې شوې وې.
Views: 186
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن