Language

کندهار کې شپنۍ لوبې؛ زرګونه نندارچیان یې ليدو ته ورځي

کندهار (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د روژې میاشتې له پيله په کندهار کې د فوټبال، فوټسال او کرکټ لوبې پيل شوې چې لېدو ته یې د ښار او لسوالیو زرګونه ځوانان ورځي.

دغه سیالۍ د کندهار ښار اړوند د احمدشاهي لوبغالې ترڅنګ، په عینو مېنه کې په بېلابېلو لوبغالو او جمنازیمونو کې تر سره کېږي چې د فوټبال او کرکټ ۴۲۰ لوبډلې پکې ګډون لري.

د کندهار د کرکټ امر محمد‌رفیع باسیل وایي، د کرکټ په سیالیو کې ۱۲۰ لوبډلې ګډون لري چې په درېیو لوبغالو کې سیالۍ ترسره کوي.

د هغه په وینا، یادو سیالیو ته د ښار او لسوالیو زرګونه ځوانان ورځي او دا د دوی لپاره په زړه‌پوري تفریح ده.

login or register a new account.