کندهار (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د روژې میاشتې له پيله په کندهار کې د فوټبال، فوټسال او کرکټ لوبې پيل شوې چې لېدو ته یې د ښار او لسوالیو زرګونه ځوانان ورځي.
دغه سیالۍ د کندهار ښار اړوند د احمدشاهي لوبغالې ترڅنګ، په عینو مېنه کې په بېلابېلو لوبغالو او جمنازیمونو کې تر سره کېږي چې د فوټبال او کرکټ ۴۲۰ لوبډلې پکې ګډون لري.
د کندهار د کرکټ امر محمدرفیع باسیل وایي، د کرکټ په سیالیو کې ۱۲۰ لوبډلې ګډون لري چې په درېیو لوبغالو کې سیالۍ ترسره کوي.
د هغه په وینا، یادو سیالیو ته د ښار او لسوالیو زرګونه ځوانان ورځي او دا د دوی لپاره په زړهپوري تفریح ده.
د باسیل په خبره، په یاد شمېر لوبډلو کې شاوخوا ۱۸۰۰ لوبغاړي دي چې ځيني یې ښه استعدادونه لري.
نوموړي زیاته کړه: «د روژې په میاشت کې درې ځایه د کرکټ لوبې روانې دي، یو ځای ۴۸ لوبډلې، بل ځای ۴۰ او بل ځای هم تر ۳۰ زیاتې لوبډلې دي چې سیالۍ تر سره کوي؛ یو خو دا په روژه کې یوه ښه تفریح ده او بل د ځوانانو استعدادونه هم ښکاره کېږي.»
هغه وویل، هڅه کوي چې له روژې وروسته هم په اوړي موسم کې د شپې له خوا د کرکټ لوبو ته زمینه برابره کړي.
د کندهار په عینو مېنه کې د کرکټ تر ټولو لویي سیالۍ -چې ډېری نندارچیان هم ورځي- په شخصي توګه د یوه کلب له خوا جوړې شوې دي.
د یادو سیالیو تنظیموونکی جاوید قریشي وایي، په دې سیالیو کې ۴۸ لوبډلې ګډون لري چې د روژې تر پایه به روانې وي.
هغه وویل: «دلته ډېری ځوان لوبغاړي کرکټ کوي او زرګونه کسان یې لیدو ته راځي، اتلې لوبډلې ته مو کرولا ډوله موټر په نظر کي نیولی دی.»
د کرکټ ترڅنګ په بېلابېلو لوبغالو او جمنازیمونو کې هم د فوټسال او فوټبال لوبې روانې دي چې ګڼ شمېر نندارچیان ورته ورځي.
د کندهار د فوټسال کمېټې مسوول جمیل احمد امیري وایي، یادې سیالۍ د یوه دولتي جمنازیوم په ګډون په اتو خصوصي جمنازیمونو او پنځو لوبغالو کې روانې دي.
هغه زیاته کړه: «دا سیالۍ د روژې له پيل څخه پيل شوې چې ۳۰۰ لوبډلې ګډون پکې لري، دا سیالۍ اکثره په خصوصي توګه تر سره کېږي چې د ښار او لسوالیو لوبډلې ګډون پکې لري.»
د یادو سیالیو نندارچیان وایي، له سیالیو څخه د روژې په مبارکه میاشت کې خوند اخلي او دا ورته یوه ښه تفریح ده.
د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه د کرکټ سیالیو ته راغلی یو کس نذیر وایي، هره شپه دغه سیالیو ته له ملګرو سره راځي، ځکه دا د دوی لپاره یوه تفریح ده او تر پېشلمي پوري خپل وخت دلته تېروي.
هغه زیاته کړه: «دا واقعاً په زړهپورې سیالۍ دي، اصلاً دلته خلک ډېر راځي او دا چې خلک ډېر وي نو دا لوبې لا ښه خوند کوي او یو ښه تفریح ده په دې روژه کې.»
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










