Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان د ترهګرو او سخت دریځو پر ضد د سختو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): د پاکستان ملي امنیت کمېټې له روژې میاشتې وروسته د ترهګرو او سخت دریځو ډلو پر ضد د سختو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغه اعلان د وري په ۱۸مه، په اسلام‌اباد کې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټې په غونډه کې وشو.

د لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د وسله‌والو ځواکونو مشرانو او د کابینې یو شمېر غړو برخه اخیستې وه.

پاکستان په داسې حال کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پیلولو اعلان کوي چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ترهګریزې پېښې ډېرې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي، د ترهګریزو او ناامنۍ پېښو ډېرېدو لامل له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره د مخکیني حکومت نرم چلند و.

سرچینې زیاته کړې، د عمران خان په مشرۍ مخکیني حکومت یو شمېر ترهګر له زندانونو خوشي کړل چې وروسته امنیت نور هم خراب شو.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې په افغانستان کې د مېشتو ځینو ترهګرو ډلو له خوا ټي‌ټي‌پي سره د همکاریو په پایله کې ترهګریز بریدونه ډېر شول.

د ملي امنیت کمېټې په اعلامیه کې راغلي، په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې له روژې وروسته د ترهګرو او سخت دریځو پر ضد به سخت او قوي عملیات ترسره کېږي.

سرچینې زیاته کړې، یوې بلې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د دغو عملیاتو د پیلولو په اړه خپل وړاندیزونه په دوو اونیو کې له حکومت سره شریک کړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.