پلخمري (پژواک، ١۹ وری ١۴٠٢): د بغلان له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې زرګونه کیلوګرام ومان بوټي –چې د نشهيي توکو په تولید کې کارول کېږي- ترلاسه کړي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر محمدنبي کامران وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو تېره ورځ د مرکزي بغلان ولسوالۍ د قره باتور غره په سیادره کې ١۴ زره کیلوګرامه ومان کشف او ترلاسه کړي دي.
هغه وایي چې د ومان بوټی د شیشې په نوم نشهیي توکي په جوړولو کې کارول کېږي نو له همدې امله يې کښت او کاروبار منع دى.
د یادونې ده، تېره اونۍ هم په یاد ولایت کې د ومان د پروسس يوه کارخونه له منځه وړل شوې وه او په تړاو يې څلور کسان نيول شوي وو.
Views: 125
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن