کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): د افغاستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۱۵ افغان بندیان ازاد شول.
یاد وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، دغه افغان کډوال تېره ورځ د کندهار ولایت سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادونې ده، تېره ورځ هم د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ افغان بندیان ازاد شوي وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه له دوه زره ډېر افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد او هېواد ته ستانه شوي دي.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن