ژبه

د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۱۵ افغان بندیان ازاد شول

توسط احمد صهیب حسرت

اپریل 9, 2023 - 11:09 am

Views: 302

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): د افغاستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۱۵ افغان بندیان ازاد شول.</p>

<p style="text-align: justify;">یاد وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، دغه افغان کډوال تېره ورځ د کندهار ولایت سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د یادونې ده، تېره ورځ هم د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ افغان بندیان ازاد شوي وو.</p>

<p style="text-align: justify;">د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه له دوه زره ډېر افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد او هېواد ته ستانه شوي دي.</p>