Language

درېیو ولایتونو کې پر څه باندې شپږ زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): په ننګرهار ولایت کې له څه باندې ۵۷۰۰، په کابل ښار کې له ۲۰۰ او په میدان وردګو ولایت کې له ۶۴ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې پر ۵ زره ۷۵۷ بې‌وزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د یاد ریاست د ټولنیزو او پراختیایي چارو مدير قاري نجیب‌الله په وینا، یاده مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي او د افغانستان راتلونکی نسل موسسې په تخنیکي همکارۍ وشوه.

هغه وویل، هرې کورنۍ ته ۶،۲۵ کیلوګرامه دال، ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لېتره غوړي او یو پاکټ مالګه ورکړل شول.

له بل لوري، په کابل ښار کې هم د احساس خیریه بنسټ له خوا له ۲۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره مرسته وشوه.

د یاد بنسټ مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بې‌وزله کورنۍ -چې کونډې او یتیمان هم پکې شامل دي- د کابل ښار له بېلابېلو سیمو د دوی د ټیم له لوري معلومې شوې وې.

د نوموړي په خبره، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلوګرامه اوړه، ۷ کیلوګرامه لوبیا، ۷ کیلوګرامه بوره، پنځه لېتره غوړي، یو کیلوګرام چای، ۷ کیلوګرامه وریجې او یوه اندازه خرما ورکړل شول.

دغه راز، د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، نن د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له خوا د دغه ولایت په مرکز او جلرېز ولسوالۍ کې له ۶۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

سرچينې ويلي، په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۱۰ زره افغانیو معادل۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۴.۵ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ لېتره غوړي، ۹ کیلوګرامه لوبیا، ۵ کیلوګرامه بوره، ۶ کیلوګرامه مالګه او یو کیلوګرام چای ورکړل شوي دي.