ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ژورنالیزم محصلین کم شوي

هرات کې د ژورنالیزم محصلین کم شوي

author avatar
10 Apr 2023 - 19:57
هرات کې د ژورنالیزم محصلین کم شوي
author avatar
10 Apr 2023 - 19:57

هرات ښار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲ ): په هرات کې د ځینو خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ژورنالیزم برخې محصلینو شمېر کم شوی او سږ کال دې برخې ته هیچا نوم‌لیکنه نه ده کړې.

په هرات ولایت کې د کهکشان شرق پوهنتون رییس علي‌احمد ستاري له پژواک سره په خبرو کې وویل، د دوی په پوهنتون کې د خبریالۍ یا ژورنالېزم څانګې ته چا نوم‌لیکنه نه ده کړې او له همدې امله یې دغه څانګه له پوهنتون څخه په بشپړه توګه حذف کړې ده.

هغه وايي، د دوی د ادارې په ګډون دوو نورو خصوصي پوهنتونونو هم د ژورنالېزم پوهنځي حذف کړي او یوازینی ځای چې دا مهال دغه برخه پکې تدریسېږي، د هرات دولتي پوهنتون دی.

په ورته مهال، په هرات پوهنتون کې د ژورنالیزم یو شمېر محصلان وايي، په دغه برخه کې د محصلینو شمېر کم شوی او دوی هم له کومې انګېزې پرته درس وايي.

په یاد پوهنتون کې د ژورنالېزم پوهنځي محصل میوند زماني له پژواک سره په خبرو کې وویل، رسنیو او خبریالانو ته د کاري شرایطو ستونزمن کېدل د خبریالۍ ډګر ته د تازه راغلو محصلانو د لېوالتیا کمېدو لامل شوی دی.

د زماني په خبره، اوسمهال د رسنیزو کارونو د بازار نشتوالی او د دې برخې د محصلینو کمېدل د دې لامل شوی څو ځیني ټولګیوال یې په خصوصي پوهنتونونو کې نورو پوهنځیو ته مخه کړي.

په هرات پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهنځي بل محصل محمدافضل صالحي وايي، پر خبریالانو په تېره بیا ښځینه خبریالانو د کاري محدودیتونو له لګېدو وروسته یې دغه ډګر ته د راتلونکي په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

بل‌خوا، په یاد ولایت کې د «دنیای نو» په نوم راډیو ټلوېزیون مسوول مدیر سالم سدید هم وايي چې په هرات کې د ژورنالیزم محصلینو کمښت به په نږدې راتلونکي کي د رسنیو پر پیاوړتیا منفي اغېز وکړي.

نوموړی زیاتوي، که دغه لړۍ دوام وکړي څو کاله وروسته رسنۍ اړ کېږي چې غیرمسلکي کسان وګوماري.

په ورته وخت کې، ځیني خبریالان هم وایي چې اوسمهال په هرات ولایت کې رسنیو خپل خبریالان کم کړي دي او دې لړۍ د ژورنالیزم پر مینه‌والو هم منفي اغېز کړی دی.

د دنیای نو ټلویزیون خبریال روح‌الله دانش وایي، د رسنیو اقتصادي ستونزې، محدودیتونه، ښوونځي او پوهنتون ته نجونو ته د تګ اجازه نه ورکول، په رسنیو کې پر نجونو د محدودیتونو وضع کول هغه ستونزې دي چې په ژورنالیزم برخه کې یې د تحصیل د دوام انګېزه کمه کړې ده.

بل پلو، د دنیای نو ټلویزیون رییس احمدشاه له پژواک سره په خبرو کې وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل څو کارکوونکي رخصت کړي دي.

نوموړی زیاتوي، په رسنیو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې نور خبریالان هم خبریالي پرېږدي او پر نورو کارونو بوخت شي.

بلخوا، د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني له با احساسو رسنیو او هڅاندو خبریالانو څخه پر ملاتړ سربېره له ټولو رسنیو څخه غواړي چې خپلې خپرونې د شریعت په چوکاټ کې د بېلابېلو ټولنیزو او اسلامي پروګرامونو په لرلو سره تنظیم کړي.

د یادونې ده، په هېواد کې له سیاسي تحول مخکې څه باندې ۷۰ انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو په هرات ولایت کې فعالیت درلود چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو په وضع کېدو سره ۷۰ سلنه رسنیو خپل فعالیت درولی او د رسنیو د مسوولینو په وینا، د محدودیتونو د دوام په صورت کې نورې رسنۍ به هم د اطلاع رسونې او فعالیت توان ونه لري.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.