ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنتون استادانو تنخواګانې له ۳۶ تر ۵۴ سلنې لوړې شوې

د پوهنتون استادانو تنخواګانې له ۳۶ تر ۵۴ سلنې لوړې شوې

author avatar
10 Apr 2023 - 14:22
د پوهنتون استادانو تنخواګانې له ۳۶ تر ۵۴ سلنې لوړې شوې
author avatar
10 Apr 2023 - 14:22

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د پوهنتون د استادانو میاشتنۍ تنخواګانې علمي رتبو ته په پام له ۳۶ تر ۵۴ سلنې لوړې شوې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د یادو څرګندو ترڅنګ په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د پوهاند علمي رتبې تنخوا له ۳۹ زره څخه ۶۰ زره افغانیو ته، د پوهنوال علمي رتبې تنخوا له ۳۳ زره څخه ۴۵ زره افغانیو ته، د پوهندوی عملي رتبې تنخوا له ۲۷ زره څخه ۳۸ زره افغانیو ته، د پوهنمل علمي رتبې تنخوا له ۲۱ زره څخه ۳۰ زره افغانیو ته، د پوهنیار علمي رتبې تنخوا له ۱۸ زره څخه ۲۵ زره افغانیو ته، د نوماند پوهنیار عملي رتبې تنخوا له ۱۳۵۰۰ څخه ۲۰ زره افغانیو ته لوړې شوې دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت لیکلي چې دغه تنخواګانې د علمي رتبو دي او هر استاد ته د خپل بست تنخوا هم ورکول کېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه معاشونه له روانې وري میاشتې څخه د اجرا وړ دي.

پژواک خبري اژانس د ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې راپور خپور کړ چې د دولتي پوهنتونونو ځیني استادان وایي، څو میاشتې مخکې یې تنخواګانې او امتیازونه نږدې ۳۸ سلنه کم شوي؛ خو د توکو بیو لوړېدو او د دوی کاري مکلفیتونو زیاتوالي ته په پام باید بېرته لوړې شي.

Views: 2895

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.