Pajhwok Afghan News

امریکا کې د یوه بانک کارکوونکي پنځه کسان وژلي

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د امریکا په کنټاکي ایالت کې د بانک یوه کارکوونکي پنځه کسان په خپل کارځای کې په ډزو وژلي دي.

اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې پرون سهار د کنټاکي ایالت په لوی‌وېل ښار کې د بانک یوه کارکوونکي پنځه کسان د بانک دننه وژلي دي.

بریدګر یو ۲۵ کلن ځوان و چې له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی، خو د برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه.

د یادونې ده، په روان زېږدیز کال کې دا پنځلسم مرګونی برید دی چې په امریکا کې ترسره کېږي.

Views: 18

Exit mobile version