Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې پر څه باندې سل زره زده‌کوونکو د درسي کیټونو وېش پیل شو

شبرغان (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې له سل زره ډېرو زده‌کوونکو ته د درسي کیټونو او بیګونو د وېش خبر ورکوي.

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاټر صندوق (یونیسف) له خوا چمتو شوي درسي کیټونه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له لومړي تر شپږم ټولګي زده‌کوونکو باندې وېشل کېږي.

د هغه په وینا، په یادو کیټونو کې د کتابونو بیګونه، قلم، پنسل او د زده‌کوونکو د اړتیا وړ توکي شامل دي چې پر ۱۰۴ زره زده‌کوونکو وېشل کېږي.

نوموړی زیاتوي، مرسته شوي کیټونه له لومړي تر شپږم ټولګي ۷۰ سلنه زده‌کوونکو اړتیاوې پوره کوي او پاتې ۳۰ سلنه نور زده‌کوونکي دغو کیټونو ته جدي اړتیا لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.