شبرغان (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې له سل زره ډېرو زدهکوونکو ته د درسي کیټونو او بیګونو د وېش خبر ورکوي.
د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاټر صندوق (یونیسف) له خوا چمتو شوي درسي کیټونه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له لومړي تر شپږم ټولګي زدهکوونکو باندې وېشل کېږي.
د هغه په وینا، په یادو کیټونو کې د کتابونو بیګونه، قلم، پنسل او د زدهکوونکو د اړتیا وړ توکي شامل دي چې پر ۱۰۴ زره زدهکوونکو وېشل کېږي.
نوموړی زیاتوي، مرسته شوي کیټونه له لومړي تر شپږم ټولګي ۷۰ سلنه زدهکوونکو اړتیاوې پوره کوي او پاتې ۳۰ سلنه نور زدهکوونکي دغو کیټونو ته جدي اړتیا لري.
همداراز، یو شمېر زدهکوونکي چې له دغو درسي توکو څخه برخمن شوي، د پوهنې له ریاست او یونیسف ادارې څخه خوښ دي او وايي، ښوونځیو ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره شوې او دوی په پوره لېوالتیا سره زدهکړه کوي.
په جوزجان کې یوه زدهکوونکې اسما وايي: «خوشحاله یم چې مشران مو زموږ په فکر دي او موږ ته یې قرطاسیه او نور توکي چمتو کړي څو موږ وکولای شو په سمه توګه زدهکړو ته دوام ورکړو.»
مقدس یو له هغه زدهکوونکو ده چې د پوهنې ریاست له خوا د قرطاسیې او درسي توکو په ترلاسه کولو خوشحاله ده او وايي، د درسي توکو د پېرلو وس نه لري.
هغې زیاته کړه: «ډېری وخت نه شم کولی ځان ته قلم او کتابچه واخلم، ځکه چې اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی، اوس چې مې دا مرستې د پوهنې او یونیسیف له خوا ترلاسه کړې ډېر خوشحاله یم.»
یادو دواړو زدهکوونکو د پوهنې له رياسته د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










