کلات (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په لرې ولسوالي (اټغر) کې لسګونه ماشومان د شري پر ناروغي اخته شوي چې له امله یې تر اوسه دوه مړه شوي دي.
د دې ادارې رییس ډاکټر میرویس افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د شري ناروغي د اټغر ولسوالۍ په افتاب کلي کې خپره شوې چې تر دې مهاله یې ۴۵ ماشومان نیولي دي.
دی وايي، د یادو ماشومانو له ډلې دوو یې د ناروغۍ د سختوالي له امله ساه ورکړې ده او ۱۷ نور ماشومان چې روغتیايي حالت یې ښه نه و، د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ده په خبره، په بېړنۍ توګه یې روغتیايي ټیمونه سیمې ته استولي څو د ناروغۍ د کنټرول په موخه ماشومان واکسین کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP