منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۰ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د زابل په اټغر کې د شري ناروغي خپرېدل؛ تر اوسه دوه ماشومان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۹ کتنې

کلات (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په لرې ولسوالي (اټغر) کې لسګونه ماشومان د شري پر ناروغي اخته شوي چې له امله یې تر اوسه دوه مړه شوي دي.

د دې ادارې رییس ډاکټر میرویس افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د شري ناروغي د اټغر ولسوالۍ په افتاب کلي کې خپره شوې چې تر دې مهاله یې ۴۵ ماشومان نیولي دي.

دی وايي، د یادو ماشومانو له ډلې دوو یې د ناروغۍ د سختوالي له امله ساه ورکړې ده او ۱۷ نور ماشومان چې روغتیايي حالت یې ښه نه و، د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، په بېړنۍ توګه یې روغتیايي ټیمونه سیمې ته استولي څو د ناروغۍ د کنټرول په موخه ماشومان واکسین کړي.

دغه راز د زابل ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نذیراحمد حریفال پژواک خبري اژانس ته وویل، له اټغر ولسوالۍ پر شري اخته ور وړل شوي ماشومان بستر شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

هغه زیاتوي، یو شمېر نور ماشومان هم چې تازه د شري پر ناروغي اخته شوي، دغه روغتون ته وروړل شوي چې ځیني یې بستر شوي دي.

نوموړی وايي، شری یوه ویروسي ناروغي ده چې د ټوخي، پرنجي او نورو لارو نورو ماشومانو ته لېږدي او تر ډېره په پسرلي او اوړي کې خپرېږي.

دی وايي، ډېری هغه ماشومان پر دې ناروغي اخته کېږي چې د بدن دفاعي سیسټم یې کمزوری وي؛ ناروغي له تبې پیلېږي او ورپسې نورې نښې (له سترګو اوبه بهېدل، د سترګو سوروالی، د پزې خارښت، د سر درد، د ملا درد، ټوخی او د ستوني درد) په کې راڅرګندېږي.

دغه راز هغه زیاتوي، د دې ناروغۍ پر مهال په ماشومانو کې د مخ، غاړې، مټو او بدن پوستکی سوروالی پیدا کوي، کوچنۍ دانې پرې راخېژي او د قبض، بې اشتهايۍ، ناارامۍ، ستړیا او بې هوښۍ ستونزې ورته پیدا کېږي.

د هغه په خبره، دا چې په خلکو کې په دې اړه د پوهاوي کچه ټیټه ده، په شري اخته خپل ماشومان په شدید حالت کې روغتون ته راولي چې ژوند له لاسه ورکوي.

دی وايي، دا ناروغي کومه ځانګړې درملنه نه لري، بلکې د مخنیوي یوازېنۍ لار یې ماشوم ته واکسین ورکول دي.

نوموړی له خلکو غواړي چې خپلو ماشومانو ته دې له دې ناروغۍ خوندیتوب په موخه واکسین ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا